دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د مشهوره لوبغاړو په نشتون کې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د استرالیا څخه په خپل کور کې د ټيسټ لوبو سیریز وګټه

په څلورمه او وروستۍ ټیسټ لوبه کې د توپ وهنې پیل کوربه استرالیا کرکټ ملي لوبډلې وکړ دوی په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۶۹ منډې جوړي کړي چې پکي مارنوس لبوس شین ۱۰۸، او لوبډلمشر ټیم پین بیا نېمه سلېزه جوړه کړه، بل طرف ته هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په لومړی پاڼۍ کې ۳۳۶ منډې ترلاسه کړي د هندوستان لپاره په توپ وهنه کې شاردول ټاکور ۶۷، او واشینټن سنډر بیا ۶۲ ترنورو زیاتي منډې جوړي کړي.


په دوهمه پاڼۍ کې کوربه لوبډلې د محمد سراج د توپ اچونې سم مقاومت ونکړ او خپله ټوله لوبډله یې په ۲۹۴ منډو کې له لاسه ورکړه استرالیا هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته په دوهمه پاڼۍ کې د ۳۲۹ منډو هدف ورکړ دا هدف هندۍ لوبډلې په خورا سخت ډول پوره کړ او د لوبې سره سره یې د ټيسټ لوبو سیریز هم په خپله ګټه تمام کړ، یاده دې وي چې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړی تاریخي ټيسټ لوبه کې سخته ماته وخوړه دوهمه لوبه بیا هندوستان په خپله ګټه تمامه کړه درېمه لوبه په مساوي ډول پای ته ورسیده او څلورمه لوبه کې نن هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ښه په نره د استرالیا په کورني لوبغالي کې بریا ترلاسه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې