لیګونه

بیګ باش لیګ: بریسبن هیټ لوبډلې تراوسه د مجیب الرحمن نوم له نوملړه نه دی ویستلی

بیګ باش لیګ کې نن بریسبن هیټ له سکارچرز لوبډلې لوبیږي دا د بیګ باش لیګ ۴۴ مه لوبه ده چې په میلبورن نړیوال کریکټ سټډیوم کې ترسره کیږي، خو جالبه داده چې د بریسبن هیټ لوبډلې په نوملړ کې اوس هم د مجیب الرحمن نوم شته او ددوی توپ اچوونکی دی مګر مجیب تیره اونۍ اماراتو ته راغلی او له ملي لوبډلې سره تمرینات کوي.

نننۍ سیالۍ چې ددې دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي د دواړو لپاره یوولسمه سیالۍ ده چې بریسبن هیټ له دې مخکې لس لوبې کړي پنځه یې ګټلي او پنځه یې بیللي د شل نمرو په لرلو سره شپږ مقام کې ځای لري، سکارچرز لوبډلې هم لس لوبې کړي چې پنځه یې ګټلي دي خو د ۲۱ نمرو په درلودلو سره پنځمه لوبډله ده.
د یادونې ده چې د اسټرالیا هېواد په بیګ باش لیګ کې اته لوبډلې شتون لري چې یو د بل پر وړاندې لوبې کوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې