ولایتي سیالۍ

افغان کریکټ بورډ: دریمه درجه ولایتي سیالۍ به راتلوونکې اونۍ پیل شي

افغان کریکت بورډ په پام کې لري چې راتلوونکې اونۍ د جنورۍ په ۲۲مه د شلو ولایتونو ترمنځ دریمه درجه یا ګرېډ تري سیالۍ پیل کړي، دا سیالۍ به د هېواد په ننګرهار، کندهار او خوست ولایتونو کې ترسره شي، چې لومړۍلوبه به یې سهار نه بجې د هرات او نیمروز ولایتونو ترمنځ ترسره کیږي، ګریډ تري د کورني کریکټ پنځوس اوریزې سیالۍ دي.

د کریکت بورډ د ادارې د کورني کریکټ د څانګې مسؤل مدیر احسان الله عبید په وینا چې په دې سیالیو کې به د شلو ولایتونو هغه لوبډلې چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د انټرکلب سالیو لوبې کړې وې پنځه ګروپونو کې به د یو بل پر وړاندې ولوبیږي، چې له ګروپ څخه به دوه لوبډلې دوهمه درجه ولایتي سیالیو ته لار پیدا کړي.
د دریمه درجه دغه ولایتي سیالۍ به د روانې جنورۍ میاشت په ۲۲مه پیل شي او د فبروري تر دریمې نیټې به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې