نړیوال کریکټ

په پام کې ده چې د ایرلینډ او اماراتو دوهمه یو ورځنۍ لوبه نن ترسره شي

ددغو دواړو لوبډلو ترمنځ څلور یو ورځنۍ لوبې پلان شوې وې، خو د اماراتو د لوبغاړو د پرلپسې د کرونا د مثبتو ازموینې په ورکولو سره وځنډولې آن ددې راپورونه راغلل چې دا لوبې به لغوه شي ځکه که ځنډول کیږي نو بیا هلته افغانستان له ایرلینډ سره لوبې لري خو اوس تازه معلومات دادي چې دوهمه لوبه به نن د جنورۍ په اتلسمه په لسو بجو پیل شي.

دغه لوبه نن د دواړو لوبډلو ترمنځ په شیخ زاید نړیوال سټډیوم کې ترسره کیږی، ددې لوبو د پیل لومړۍ لوبه د عربي متحده اماراتو لوبډلې له ایرلینډۍ لوبډلې څخه ګټلې وه او دادی دوهمه لوبه نن د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د یادونې ده چې ددې لوبو وروسته به افغانستان له ایرلینډۍ لوبډلې سره د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ولري چې د جنورۍ په ۲۱ مه به پیل شي چې کریکټ بورډ ورته د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې لوبډله اعلان کړې او لا دمخه عربي متحده اماراتو ته رسیدلې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې