نړیوال کریکټ

ویرات کوهلي د خپلې لور لپاره د ټویټر بیوګرافي بدله کړه

د هندوستان نوموتي کریکټر ویرات کوهلي د خپلې لور لپاره د خپل ټویتر بیوګرافي بدله کړه، ویرات کوهلې او د هغه د میرمنې انوشکا شرما د جنورۍ په ۱۱مه لور پیدا شوه، د کریکټ مینه والو له کوهلي غوښتي و چې د لور په اړه معلومات ورکړي کوهلي هم د جنورۍ په ۱۱ مه وویل چې زموږ لور پیدا شوه مور او ماشوم یې دواړه ښه دي، خو اوس تازه کوهلي د خپلې لور سره د مینې له امله د خپل ټیوتر بیوګرافي بدله کړې، کوهلي پر خپله نوې بیوګرافي کې لیکلي “ویاړلي مور او پلار” له دې مخکې د کوهلي پر ټویټر دا بیوګرافي نه وه خو د لور د پیدا کیدو وروسته یې داسې ولیکل ځکه نوموړی اوس پلار شوی دی.

کوهلي چې د هندۍ لوبډلې کپتان دی له دې مخکې چې لور یې پیدا شي خپله لوبډله یې په اسټرالیا کې یوازې پرېښوده او خپله بیرته هندوستان ته لاړ نوموړی اوس هم له خپلې میرمنې سره دی او د خپلې لور ننداره کوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې