نړیوال کریکټ

هندوستان د «۲۰۲۱م» کال آسیا جام څخه د وتلو هڅه کوي.

د راپورونو له مخې په هندوستان کې د کرکټ کنټرول اداره «بي سي سي ای» د دوی د نړیوالو سیالیو لپاره د سږ کال اسیا جام څخه د وتلو په فکر کې ده.

د ټایمز آف انډیا راپور په وینا چې، بي سي سي ای، دغه انتخاب په پام کې نیولی دی ځکه چې ممکن د نړیوال ټیسټ چیمپین شپ (WTC) فاینل ته لاره پیدا کړي او دوی باید د ټیسټ چیمپین شپ مهالویش ته ځای ورکړي.

د راپور له مخې د هندۍ لوبډلې ټېسټ چیمپین شپ هغه سیالۍ چې په «۲۰۲۰م» کال کې د کرونا وایروس له امله وځنډېدې روان ۲۰۲۱م کال کې به ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې اسیاجام په ۲۰۲۰ م کال کې د پاکستان په کوربتوب ترسره شي خو د نړیوالې ناروغۍ « کرونا وایروس» له امله لغوه اعلان شو.

د اسیا کرکټ شورا ناستې وروسته پاکستان د ۲۰۲۱ م کال کوربتوب د سریلانکا هېواد سره تبدله کړ چې د ۲۰۲۲م کال اسیاجام کوربتوب به پاکستان په غاړه ولري.د هندۍ لوبډلې په وتو ښایي د ۲۰۲۱ م کال اسیاجام هم لغوه شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې