دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هغه ریکارډ چې د ایرلینډیانو لپاره یو خوب و، سیمي سینګ نن د متحد عربي اماراتو پروړاندې نه منونکې توپ اچونه ترسره کړه

د متحد عربي اماراتو لوبډلې نن د ایرلینډ پروړاندې د تیر پڅير ځوابي توپ وهنه ترسره نکړه دوی د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې د ورکړل شوي د ۲۲۸ منډو په هدف پسي ۷۷ منډې ترلاسه کړي او ترڅنګ یې ۶ کلیدي لوبغاړي یې هم له لاسه ورکړي، هندوستاني الاصله سمي سینګ نن د کرکټ په تاریخ کې د ځان او لوبډلې لپاره ریکارډ لرونکې توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په لس اورونو کې ۹ منډې ورکړي پنځه لوبغاړي وسوځول او څلور اورونه یې پرته له کومې منډې ترسره کړل.


یاده دې وي چې د ایرلینډ او متحد عربي اماراتو ترمنځ څلور لوبې پلان شوی وي چې د کرونا ویروس له امله یوه ترسره شوه او دوهمه یې لاهم په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې د ایرلینډ په ګټه روانه ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې