نړیوال کریکټ

نن د ای بي ډیویلز لپاره نه هېرېدونکي ورځ ده

د سویلي افریقا مشهور توپ وهوونکی او کرکټر چې اصلي نوم یې ابراهم بنجامین ډیویلر دی د سویلي افریقا لپاره په ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لوبیدلی، نوموړي د سویلي افریقا لپاره ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ، ۷۸ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي همداراز د هندوستان په مشهور ای پي ایل لیګ کې په ۱۶۹ سیالیو کې لوبیدلی دی.

ډیویلر مشهور کریکټر دی ځکه خو نننۍ ورځ هم دده لپاره نه هېریدونکې ورځ ده نوموړي په دې ورځ یعنې د جنورۍ په اتلسمه تر ټولو چټکه سلیزه وهلې ده هغه په ۲۰۱۵ کال کې د جنورۍ په اتلسمه د ویسټ انډیز په خلاف په ۳۱ توپونو چټکه سلیزه وهلې وه چې له هغې راهیسې د نوموړي لپاره ریکارډ لروونکې ورځ حسابیږی او دده لپاره نه هریدونکې ورځ ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې