دلوبغاړو په اړه

محمد عامر: په یو شرط د تقاعد بېرته اخیستلو ته تیار یم.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی «محمد عامر» په دې شرط د خپلې تقاعد بیرته اخیستو سره موافقه کړې چې مصباح الحق او وقار یونس له دندې لرې شي.

د پاکستان یو حصوصي سماء تلویزیون د “سپورټ ایکشن” په برنامه کې محمد عامر وویل چې که مصباح او وقار یونس د پاکستان کرکټ بوډ څخه ووځي نو دی چمتو دی چې خپل تقاعد بېرته واخلي.

هغه وویل چې د پاکستان ډېرو لوبغاړو د وقار یونس او مصباءالخق په اړه پاکستان کرکټ بورډ ته شکایت کړی، ځکه چې سر روزنکی مصباءالحق یو ډول او د توپ اچونې روزونکي وقار یونس بل ډول پرېکړې کوي، دواړه هېڅ موافقه نلري.

دغه چټک توپ اچونکی زیاتوي چې مصباءالحق او وقار یونس دواړه ما نه خوښوي او نه غواړي چې زه د لوبډلې غړی واوسم، نو څنګه زه هغلته ولوبیږم څوک چې زما په اړه ښه فکر نلري؟

هغه شکایت وکړ چې ما ته په قصدي ډول د انګلستان خلاف زوړ بال راکړل شو، او زه د مرکزي قرارداد څخه هم لرې کړای شوی وم مګر هیڅ مې ونه ویل او که خبره د فعالیت وي نو د بنګله دیش پریمیر لیګ کې زما فعالیت هر چاته لکه دا لمر روښانه دی.

محمد عامر وویل چې دلته د لوبغاړو خرابولو لپاره قصدي هڅه کیږي او دا زما سره په قصدي ډول ترسره شوی یا مدیریت ناپوهه دی.

دا باید په یاد وساتل شي چې یوه میاشت وړاندې محمد عامر د کرکټ له ټولو فارمیټونو څخه تقاعد کړی و ، مصباح الحق او وقار یونس یې په ناسم چلند تورن کړل.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې