دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد عامر : په درواغو خبرونو خلکو ته ګپ مه ورکوئ، که اوسنۍ اداره ړنګه نشي نړیوال کرکټ نه پیلوم

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې چټک بالر محمد عامر په خپل وروستي بیان کې ویلي، پاکستان کرکټ بورډ باید درواغ خبرونه خپاره نکړي ترکومه چې په اوسنۍ اداره کې بدلون رانشي بیا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره نړیوال کرکټ نه ترسره کوم، دا اداره د فساده ډکه ده او تل راته پکي په سپکه سترګه کتل شوي،


یاده دې وي چې پاکستان کرکټ بورډ پرون اعلان وکړ چې محمد عامر د کرکټ بورډ سره د خبرو وروسته نړیوال کرکټ ته راستون شو، چې دا خبر بیرته نن محمد عامر په رسمي ډول درواغ اعلان کړ، عامر په دې اساس د نړیوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړه چې وقار یونس او مشر روزونکی مصباالحق ورسره توپیري چلند کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې