دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سریلانکا په خپل کور کې د انګلستان څخه ماته وخوړله

د سریلانکا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټيسټ لوبه ترسره شوه، دې لوبه کې ټاس کوربه سریلانکا لوبډلې وګټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه سریلانکا د انګلستاني بالرانو مقاومت ونکړ او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۳۵ منډو کې له لاسه ورکړه، د انګلستان لپاره په توپ اچونه کې ډم بیز پنځه او سټوراټ براډ بیا درې لوبغاړي وسوځول.


د ۱۳۵ منډو په ځواب کې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د جي روټ د غبرګو سلېزو پرمټ ۴۲۱ منډې ترلاسه کړي چې په دوهمه پاڼۍ کې یوځل بیا کوربه لوبډلې په ګالي نړیوال لوبغالي کې د انګلستاني چټکو او ورو توپ اچونکو مخه ونشوه کړی او خپله ټوله لوبډله یې په دوهم اننګز کې په ۳۵۹ منډو کې له لاسه ورکړه، سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۷۶ منډو هدف په مخ کې کېښود انګلستان د درې ویکټو په نقصان یاده هدف پوره کړ او په لومړنۍ سیالۍ کې یې کوربه لوبډلې ته ماته ورکړه، د دې لوبې غوره لوبغاړي انګلستانی لوبډلمشر جي روټ ونومول شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې