افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

جنوري ۱۸ مه: د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه


1. نن د ای بي ډیویلز لپاره نه هیریدونکي ورځ ده، ډیویلرز د جنورۍ په اتلسمه تر ټولو چټکه سلیزه وهلې ده هغه په ۲۰۱۵ کال کې د جنورۍ په اتلسمه د ویسټ انډیز په خلاف په ۳۱ توپونو چټکه سلیزه وهلې وه.
2. انضمام الحق د سویلي افریقا پر وړاندې د پاکستان اعلان شوې ټیسټ لوبډله رد کړه.
3. د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی «محمد عامر» په دې شرط د خپلې تقاعد بیرته اخیستو سره موافقه کړې چې مصباح الحق او وقار یونس له دندې لرې شي.
4. کوربه سریلانکا په لومړۍ ټېسټ لوبه کې له میلمه انګلیستانۍ لوبډلې ماتې وخوړه
د سریلانکا په کوربتوب انګلیستانۍ لوبډلې وکولی شو چې سریلانکایۍ لوبډلې ته په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړې.
5. ویرات کوهلي د خپلې لور لپاره د ټویټر بیوګرافي بدله کړه
د هندوستان نوموتی کریکټر ویرات کوهلي د خپلې لور لپاره د خپل ټویتر بیوګرافي بدله کړه، ویرات کوهلې او د هغه د میرمنې انوشکا شرما د جنورۍ په ۱۱مه لور پیدا شوه.
6. هندوستان د «۲۰۲۱م» کال آسیا جام څخه د وتلو هڅه کوي.
د راپورونو له مخې په هندوستان کې د کرکټ کنټرول اداره «بي سي سي ای» د دوی د نړیوالو سیالیو لپاره د سږ کال اسیا جام څخه د وتلو په فکر کې ده.
7. هغه ریکارډ چې د ایرلینډیانو لپاره یو خوب و، سیمي سینګ نن د متحد عربي اماراتو پروړاندې نه منونکې توپ اچونه ترسره کړه.
8. محمد عامر : په درواغو خبرونو خلکو ته ګپ مه ورکوئ، که اوسنۍ اداره ړنګه نشي نړیوال کرکټ نه پیلوم.
9. مکي ارتر: که کراچۍ کېنګز غواړي سږ کال هم پي ایس ایل په خپلې بریا پاېته ورسوې، نو دغه بالر ته باید ځانګړې پاملرنه وکړې.
10. د ایرلنډ خلاف تمریناتې لوبه کې د رحمان ګربز
شاټ د ابو دوبۍ کریکټ له لوري ستایل شوی .

دا او نور مهم خبرونه افغان کریک انفو ویب پاڼه کې کتلی شئ.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې