لیګونه

بیګ باش لیګ کې سیډني تونډر او هوبارت هوریکانز یو له بل سره مخامخ کیږی

بیګ باش لیګ کې د سیډني تونډر او هوبارت هوریکانز ترمنځ ۴۳ تمه لوبه نن د جنورۍ په اتلسمه په کنبیررا نړیوال سټډیوم کې ترسره کیږي، تونډر لوبډله کالم فرګوسن تر مشرۍ لاندې لوبه کوي، دواړو لوبډلو تر اوسه لس لس لوبې ترسره کړي دي.
سیډني تونډر د لسو سیالیو له منځه شپږ ګتلي څلور یې بیللي د ۲۳ نمرو په لرلو سره د جدول دوهمه مخکښه لوبډله ده خو هوبارت هوریکانز بیا د لسو سیالیو له مینځه یوازې پنځه ګټلي نولس نمرې لري اومه او وروستنۍ لوبډله کې حسابیږي، نن دا دواړه لوبډلې خپلې یوولسمې لوبې ترسره کوي او د بیګ باش لیګ ۴۳ تمه لوبه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې