دلوبغاړو په اړه

بیګ باش لیګ: د هوبارټ هوریکانز لوبډلې یو لوبغاړی سخت ژوبل شو او له بېګ باش ووېستل شو

د هوبارت هوریکانز لوبډلې تېز توپ اچوونکی جیمز فولکنر پرون یکشنبه د تمرین پر مهال سخت ټپي شوی دی او د بیګ باش لیګ له راتلوونکي پړاو څخه وویستل شو، دا د هغه لپاره دوهم ځل ژوبلیدل دي ځکه هغه له دې وړاندې د ډسمبر په ۲۷ مه له بریسبن هیټ سره په لوبه کې ټپي شوی و او اوس یې یو ځل بیا ټپونه تازه شول چې د همدې امله له بیګ باش لیګ وویستل شو.

هغه نن بیګ باش پرېښود او خپل کور ته لاړ ترڅو خپله درملنه وکړي، د نوموړي اړوند لوبډله هوبارت هوریکانز اوس مهال په اوم مقام کې ده چې د مخکې تګ هڅې کوي، نن هم دا لوبډله د بیګ باش لیګ په ۴۳ مه لوبه کې له مخکښې سیډني تونډر لوبډلې سره لوبیږي.
جیمز فولکنر اسټرالیاوی دی نوموړی د اسټرالیا ملي ټیم، الف ټیم او نولس کلنو کې هم لوبیدلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې