نړیوال کریکټ

انضمام الحق د سویلي افریقا پر وړاندې د پاکستان اعلان شوې ټیسټ لوبډله رد کړه

د پاکستان پخواني لوبغاړي او کپتان انضمام الحق د پاکستان سلیکشن په کومیټه سختې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې دوی یو غیری معمولي او هوایي انتخاب کړی دی، نوموړي په هغه شل کسیزه اعلان شوې لوبډله سختې نیوکې کړي چې د سویلي افریقا د ټیسټ سیالیو لپاره اعلان شوې ده، انضمام ویلي چې دوی بیخۍ د ملي لوبډلې په شکل لوبډله نه ده انتخاب کړې

هغه ویلي انتخاب کوونکې ډله باید پراخ لرلید ولري، د لوبغاړو په انتخاب کې باید ډیر پام وکړي، نوموړي دا خبرې پر خپل رسمي یوټیوب چینل کړې، انضمام وروسته هغې داسې وویل چې پاکستان د لوبډلمشر بابر عظم تر څنګ یاسر شاه ، عبدالله شفیق ، اغاسلمان ، سعود شکیل ، حسن علي ، کامران غلام ، ساجد خان ، حارث رووف ، محمد نواز ، نعمان علي ، فهیم اشرف ، شاهین آفریدي او تابش خان ته په لوبډله کې وخت ورکړ.
ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ سیالیو سیریز د همدې جنورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه تر سره کیږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې