نړیوال کریکټ

ښځینه کرکټ: د سویلي افریقا دوه کریکټرانۍ سختې ژوبلې شوې دي

د سویلي افریقا ښځینه کریکت لوبډله د پاکستان ښځینه کریکټ لوبډلې سره د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ لري چې د جنورۍ په شلمه به پیل شي دې لوبو ته سویلي افریقا لوبډله اعلان کړې، خو ددې لوبډلې باقاعده کپتانه ډاني وان نکیرک تیر کال سمپټمبر کې د ملا بیخ کې ژوبله شوې او اوس د پاکستان خلاف لوبډله کې نده اخستل شوې د هغې پرځای سوني لاس ددې لوبډلې کپټانه ټاکل شوې ده، اوبله لوبغاړي کلوي ټایرون ده چې د کرونا مثبته ازموینه یې ورکړې ده.

میګن ډوپریز د سویلي افریقا توپ وهوونکې وايي چې ددې دواړو انجونو نه شتون زموږ لپاره یوه غټه ستونزه ده، خو بیا هم نوموړې په دې باور ده چې ځوانې انجونې به وکولای شي چې ښه کریکټ وکړي او دا د هغوی لپاره یوه ښه موقع ده.
ډاني وان د سویلي افریقا لوبډله مشره وه چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې دا دنده لرله خو اوس د ژوبلیدو له امله لوبډله کې نشته، تیره اونۍ ددې لوبډلې مشر روزونکي هیلټن مورینګ وویل چې وان او ټارون به د پاکستان خلاف لوبډله کې نه وي او د همدې له امله سوني لاس ددې لوبډلې کپټانه ټاکل شوې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې