نړیوال کریکټ

معین علي له اوږد قرنطین وروسته له لوبډلې سره یوځای شو

د انګلینډ لوبډلې الراونډر لوبغاړی معین علي چې په کرونا ویروس اخته و، تازه یې قرنطین پایته رسیدلی دی، په ګال کې د خپل ټیم له ملګرو سره یوځای شوی دی، ددې ۳۳ کلن مسلمان لوبغاړي د کرونا ټیسټ منفي و خو کله چې سریلانکا ته ورسید په هوایي میدان کې یې د کرونا مثبته ازموینه ورکړه، نوموړی له هماغه وخت راهیسې تر سخت قرنطین لاندې و.

د کریک انفو د معلوماتو له مخې د نوموړي قرنطین لس ورځې و خو ۱۳ ورځو ته وغزیده د معین علي د ټیم ملګري وایي موږ ډیر خوښ یو چې علي یوځل بیا په لوبډله کې لرو او ژر به بیا کریکټ وکړي.
معین به نن خپل تمرینات پیل کړي او ډیر ژر به لوبډلې ته راستون شي، د سریلانکا او انګلینډ ترمنځ د ټیست لوبې دریمه ورځ روانه ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې