دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد عامر بیا نړیوال کرکټ ته راستون شو، هغه خپله استعفا بیرته واخیستله

د ورکړل شوو معلوماتو پر اساس د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک کیڼ لاسی بالر محمد عامر د پاکستان کرکټ بورډ سره د خبرو وروسته بیا نړیوال کرکټ ته راستون شو، هغه مخکې په یو بیان کې ویلي و، ترڅو چې وقار یونس او مصباالحق په کرکټ بورډ کې دخيل وي نړیوال کرکټ د پاکستان لپاره نه ترسره کوي.


دا چې محمد عامر د پاکستان لپاره یو ترټولو نامتو توپ اچونکی دی پاکستان کرکټ بورډ یې هم په ارزښت له هر چا ښه پوهیږي ځکه خو یې پخوانیو لوبغاړو د بیرته راتګ ډېر ټینګار کوو، یاده دې وي چې پاکستان کرکټ بورډ مصباالحق ته وروستۍ چانس ورکړی که یې نتیجه د جنوبي افریقا پروړاندې غوره وه پاتي کیږي به کني د سلیکشن سره سم به د مشر روزنکې دنده هم له لاسه ورکړي، عامر هغه وخت له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړه چې پاکستان کرکټ بورډ کې ورسره وقار یونس او مشر روزونکې مصباالحق توپیري چلند کوو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې