افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ظاهر خان نن بیا د بهترینه توپ اچونې پرمټ خپله لوبډله بریا ته ورسوله

د بیګ باش سیالیو په لړ کې نن ۴۲ تمه لوبه هم ترسره شوه دا لوبه د میلبورین رینیګیډز او میلبورین سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکي لومړی توپ وهنه میلبورین رینیګيډز لوبډلې وکړه او په ټاکلي شل اورونو کې یې ۱۵۰ منډې جوړي کړي او مقابلي لوبډلې ته یې د ۱۵۱ منډو هدف په مخ کې کېښود، د میلبورین سټارز لوبډلې لپاره ظاهر خان په څلورو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړي او دوه مهم لوبغاړي یې له مخي پورته کړل.


ورکړل شوی هدف میلبورین سټارز لوبډلې په اسانۍ سره پوره کړ او د بیګ باش سیالیو په لړ کې بله بریا هم خپله کړه، یاده د ې وي چې د رینیګیډز لوبډلې لپاره بل افغان ورو توپ اچونکې نور احمد لکڼوال کومه ځانګړي کارنامه ونکړه څلور اورونه یې وکړل او په ویکټ اخیستلو کې بریالی نشو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې