دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سریلانکا خلاف د جي روټ پیاوړې توپ وهنې روټ ته یو بل ویاړ ور په برخه کړ

د انګلیستان او سریلانکا ترمنځ د ټېسټ سیالیو لړۍ دوام لري، په ورته وخت کې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د جي روټ غوره توپ وهنې نوموړي ته دا ویاړ ور په برخه کړ چې په ټېسټ کریکټ کې یې په کم عمر کې ۸۰۰۰ منډي بشپړې کړې.

له روټ مخکې دا کارنامه یوازې د الیسټر کوک او پخواني هندي لوبغاړي سچن ټنډولکر سره وه. الیسټر کوک د ۲۹ کالو او درې ورځو په عمر سره ټېسټ کریکټ کې ۸ زره منډي بشپړې کړې وې، سچن بیا د ۲۹ کالو او ۲۷ ورځو په عمر کې ټېسټ کریکټ کې اته زره منډي جوړې کړې وې او اوس انګلیستاني جي روټ د ۳۰ کالو په عمر او ۳۷ ورځو په درلودلو سره ۸۰۰۰ منډي بشپړې کړې.

د یادولو وړ ده چې روټ د سریلانکا خلاف په یوه پاڼۍ کې د ۳۲۱ بالونو په مرسته ۲۲۸ منډي جوړې کړې چې دا دوه غبرګې سلیزې د روټ لپاره خورا ښیې تمامې شوې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې