لیګونه

د بیګ باش لیګ ۴۲مه لوبه میلبورن سټارز او میلبورن رنیګارډز ترسره کوي

د اسټرالیا هېواد په بیګ باش لیګ سیالیو کې نن ۴۲ مه لوبه لوبه د میلبورن ستارز او میلبورن رنیګارډز لوبډلو ترمنځ ۱۲:۴۵ دقیقې په میلبورن کې ترسره کیږي دا ددې دواړو لوبډلو لپاره يوولسمه لوبه ده چې ترسره کیږی، دواړو لوبډلو له دې وړاندې لس لس لوبې کړي دي، میلبورن سټارز د لسو لوبو له جملې څلور ګټلي پنځه یې بیللي دي د شل نمرو په درلودلو سره شپږمه لوبډله حسابیږي.

بله لوبډله میلبورن رنیګارډز ده چې د لسو لوبو له مینځه یې یواځې دوه لوبې ګټلي ۸ لوبې یې بیللي یوازې نه نمرې لري او تر ټولو بدقسمته او بدبخته لوبډله ده، دا هغه لوبډله ده چې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خیل او نوراحمد ورسره لوبیدل او د ارون فینچ په لوبډل مشرۍ کې تراوسه ناکامه لوبډله ثابت شوې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې