افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انډریو بال بیرني : د افغانستان څخه د سیریز ګټلو په لټه کې یو

په پام کې ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانې میاشتې په ۲۱ نيټه په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې د ميلمه ایرلینډ لوبډلې پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، د ایرلینډ لوبډلمشر انډریو بال بیرني د تمریناتي سیالۍ څخه وروسته ویلي، دا چې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په پوره معنا ښه تمرینات ډېر وخت نه دي ترسره کړي نو مونږ تري د سیریز ګټلو کوښښ کوو، مونږ له افغانستان سره په پنځوس اوریزو لوبو کې مساوي روان یو دا سیالۍ چې خورا اهمیت لرونکې دي نو زمونږ کوشش دا دی چې افغان لوبډله د ماتي سره مخ کړو او دا سیریز په خپله نفه تمام کړو،


یاده دې وي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون ایرلینډ لوبډلې ته په لومړنۍ تمریناتي سیالۍ کې ماته ورکړه، د معلوماتو پراساس افغانستان او ایرلینډ لوبډلې به د رسمي سیالیو پیل د جنورۍ په ۲۱ نېټه وکړي چې ګټل یې د دواړو لپاره خورا مهم دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې