افغانستان کریکټ

افغان لوبډلې د ۲۲ منډو په توپیر په یوه تمريناتي لوبه کې ايرلنډۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه

افغان ایلېون لوبډله تیره ورځ ایرلینډۍ لوبډلې سره په یوه تمریناتي لوبه بوخته وه، چې ایرلینډۍ لوبډلې ته یې د ۲۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه، دا لوبه د افغان لوبډلې په توپ وهنه پیل شوه چې ونه توانېده د لوبې ټولو اورونه ولوبوي په پنځه څلوېښتم اور کې یې ټولو لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۶۳ منډې یې جوړې کړې، چې د افغان توپ وهوونکو له جملې حشمت الله شهيدي ۶۰، رحمن الله ګربز ۵۹ او نجيب الله ځدراڼ ۵۳ ډېرې منډې وکړې.

دوهم اننګز کې ايرلینډۍ لوبډلې د ياد هدف د ترلاسه کولو په لپاره هڅه وکړه خو د افغان ايلېون لوبډلې هدف يې پوره نه کړای شو چې د توپوهونکو له منځه يې ټېکټور ۴۲، اډاير او کمپهر هر يوه ۳۹ منډې واخيستې او په ۴۴,۴ اورونو کې يې د ټولو ويکټو په غورځېدو سره ۲۴۱ منډې وکړې او په ۲۲ منډو يې ماتې وخوړه، دې لوبه کې د افغان لوبډلې توپ اچوونکي ډېر ښه وځلېدل چې له منځه يې سيد شېرزاد او شرف الدين اشرف درې-درې او محمد نبي او ګلبدين نايب هر‌ یوه دوه ويکټې ترلاسه کړې.
د‌ يادونې وړ ده چې د ايرلنډ پر وړاندې د کاردان پوهنتون د اتلولۍ جام يو ورځنۍ درې نړيوالې لوبې به د روانې جنوري په ۲۱مه پيل چې د همدې مياشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به دوام ومومي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې