نړیوال کریکټ

ښځینه کریکټ: سوني لاس د پاکستان سیریز لپاره د سویلي افریقا لوبډل مشره وټاکل شوه

سوني لاس به د سویلي افریقا د اتلس لوبغاړو رهبره او لوبډل مشره وي چې د پاکستان د سیریز لپاره ځي ددې لوبډلې لوبډله مشره ډاني وان نیکیرک ژوبله شوې ده، دا د سویلي افریقا لپاره د تیر کال شل اوریزه ورلډ کپ راپه دیخوا لومړني تغیرات دي چې په لوبډله کې يې راولي.

همداراز دې اعلان شوي سکواډ کې ددې لوبډلې مشهوره الروانډره کلوي ټایرون هم نه ده اخستل شوې ځکه د کورنا مثبته ازموینه یې ورکړې ده، سوني لاس د سویلي افریقا د کپتانې په توګه پخوانۍ تجربه هم لري، هغې له دې مخکې د لس یو یورځنیو او ۹ شل اوریزو لوبو کپټاني هم کړې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې