دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

په کوم هوټل کې چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله پاتې کیږي د هغې د دوه کارمندانو د کرونا ټيسټ مثبت ازمایل شوی

د انګلستان او سریلانکا ترمنځ لاهم دوهمه ټيسټ لوبه جریان لري دې لوبه کې شاید سریلانکا کرکټ ملي لوبډله انګلستانۍ لوبډلې ته د وړاندې تسلېمه شي، خو په تازه راپورونو کې چې کریک بز خپور کړی پکي راغلي په کوم هوټل کې چې د جي روټ د لوبډلمشرۍ لاندې ټیم پاتي کیږي دوه کارمندان یې پر کرونا ویروس اخته شوې.


خو د انګلستان کرکټ بورډ ویاند وایې، مونږ سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته پوره احترام لرو، او مونږ یوه قوي ډله یو چې د دې ویروس سره ترډېره مبارزه کولای شو، لاتر اوسه د سیالۍ د ځنډیدو پرېکړه نشته مونږ معین علي چې د کرونا ټیسټ یې مثبت و په یو جلا خونه کې اچولی هغه به د دوهم ټیسټ وروسته ولیدل شي چې پایله یې منفي ده او که مثبته، یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه روانه ده او نن یې درېمه ورځ ده ممکن سریلانکا پرته له سخت مقاومته انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته تسلېمه شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې