لیګونه

نن سیډني سکسزرس لوبډله له سکارچرز سره خپل بخت ازمایي

د اسټرالیا هېواد په بیګ باش لیګ کې یوڅلویښتمه لوبه د سیډني سکسزرس او سکارچرز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي دا ددې سیالیو ۴۱ مه لوبه ده چې کنبیررا سټډیوم کې به په ۱۲:۱۰ دقیقو پیل شي سیډني سکسزرس تر اوسه لس لوبې کړي ۷ یې ګټلي او درې یې بیللي د ۲۹ نمرو په درلودلو سره ترټولو لومړۍ لوبډله ده.

د پیرت سکارچرز لوبډلې بیا ۹ لوبې کړي نننۍ لوبه به ددې لوبډلې لپاره لسمه او د سکسزرس لپاره به یوولسمه لوبه وي، خو سکرچرز بیا تراوسه پنځه لوبې ګټلي درې یې بیللي یوه یې باران ځنډولې د شل نمرو په درلودلو سره د جدول دریمه مخکښه لوبډله ده..

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې