نړیوال کریکټ

شکیب الحسن یوځل بیا بنګلدیشۍ لوبډله کې واخستل شو

د بنګلدیش کریکټ ملي لوبډلې نوموتی الراونډر شکیب الحسن چې څه موده مخکې د کریکت نړیوالې شورا لخوا د یوکلن بندیز سره مخ شوی و، بیرته لوبډلې ته راوګرځیده او د ویست انډیز په خلاف په یو ورځني نوملړ کې چې راتلونکې اونۍ به پیل شي اخستل شوی دی، شکیب له یو کلن بندیز وروسته لوبو ته راستنیږي نوموړی له دې مخکې ددې لوبډلې کپټان و خو اوس د یوه عادي لوبغاړي په توګه راستنیږي.
د بنګلدیش کریکټ ملي لوبډلې د سلیکشن کومیتې مشر حبیب البشر وویل چې د شکیب بیرته راستنیدل به د بنګلدیش کریکټ لوبډله ډیره پیاوړې کړي، نوموړي وویل چې شکیب الحسن او مشفیق الرحیم زموږ لپاره ریښتیني لوبغاړي دي دوی زموږ د لوبډلې مټې دي دا هغه لوبغاړي دې چې نور ټیمونه یې نلري، د شکیب بیرته راتلل به موږ سره ډېره مرسته وکړي، هغه موږ سره نه و خو اوس بیرته راغی موږ خوښ یو نوموړی به بیرته لوبډله کې خپل ځای پیدا کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې