دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شاهد خان افریدی : پاکستان کرکټ بورډ کې لانجې د پخوا نه دود دي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاهد خان افریدي په یو بیان کې ویلي، کومې لانجې چې په کرکټ بورډ کې اوس روان دي دا د پخوانه په بورډ کې دود وي، پاکستان کرکټ بورډ باید مسقیماً د لوبغاړو ستونزې واورې او هغوۍ ته دې پاملرنه وکړي، ځوانو لوبغاړو ته باید وخت ورکول شي ترڅو په نړیوالو میدانونو ښه توپ اچونه او توپ وهنه وکړي، افریدی زیاتوي زه د راهول ډرایویډ یاده کوم هغه اوس د هندوستان کرکټ د ۱۹ لس کلنو د ټيم روزونکی دی چې په ډېر ښه شکل سره لوبغاړي روزي او بیا یې د ۱۹ کلنو څخه وروسته ملي لوبډلې ته ورمعرفي کوي،


شاهد خان افریدي زیاته کړي که پاکستان کرکټ بورډ په ځوانو لوبغاړو کار وکړي نو کولای شي د محمد یوسف، انضمام الحق، او یونس خان پڅير مشهوره لوبغاړي پیدا کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې