لیګونه

سیډني سکسزرس په ۷ ویکټو سکارچرز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د بیګ باش لیګ په ۴۱ مه لوبه کې سکسزرس لوبډلې ۸ مه بریا هم خپله کړه، نننۍ اوبه کې سکارچرز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، په ټاکلو شل اورونو کې یې د اوه لوبغاړو په زیان مقابلې لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو لوړ هدف په مخکې کېښود، ددې لوبډلې لپاره لیام لیوینګسټون ۶۷، کولن مونرو ۳۴، جیسن رای ۲۱، ایرن هاډي ۱۲ او انډریو ټای ۸ منډې جوړې کړې؛ د سکسزرس لپاره دې لوبه کې سټیو اوکیفي یوه، کارلوس براتویت، جیک بال او ډانیل کریسټن دوه دوه ویکټې واخستې.

دوهم اننګز کې سکسزرس لوبډلې یاد هدف په نولسم اور کې د درې ویکټو په زیان ترلاسه کړ او په اوه ویکټو یې سکارچرز لوبډلې ته ماتې ورکړه، د سکسزرس لپاره جوش پلیپي ۸۴، جیمزوینز ۵۲، ډانیل هاګز ۱۱ او جسټین ۸ منډې جوړې کړې چې هدف یې ترلاسه کړ.
نننۍ لوبه سکسزرس لوبډلې لپاره ۸ مه لوبه وه چې په بیګ باش لیګ کې یې ترلاسه کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې