نړیوال کریکټ

سوپر سمش: کنټر بوري په څلور ویکټو ویلینګ ټن ته ماتې ورکړه

د سوپر سمش سیالیو په اولسمه لوبه کې ویلینګ ټن لومړی توپ وهنه وکړه د شل اورونو په لوبولو سره یې د جیمنیشمن ۴۹، میچل براسیویل ۳۱، لوګن وان ۲۹ او فین الین ۲۷ منډې جوړې کړې او کنټربوري ته یې د ۱۵۵ منډو هدف په مخکې کېښود، دې لوبه کې د کنټربوري لپاره ویل ویلیمس، بلیک کوبرن او ډاریل میچل یوه یوه مت هینري او کولي مککونچي دوه دوه ویکټې واخستې.

دوهم اننګز کې کنټربوري لوبډلې هدف په شلم اور کې د شپږو ویکټو په زیان پوره کړ دې لوبډله کې کولي مککونچي ۴۸، جیک بویلي ۳۹ او ډاریل میچل ۳۴ منډې جوړې کړې هدف یې په اسانۍ ترلاسه کړ، په توپ اچونه کې د ویلینګ لوبډلې لپاره هشیم بینیټ ۲ رچین رویندرا، لوګن وان او بین سیرس یو یوه ویکټه واخسته.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې