دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سریلانکا په سخت ګالي لوبغالي باندې انګلستاني جي روټ غبرګې سلیزې ووهلي

د سریلانکا او مېلمه انګلستانۍ لوبډلې ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه د سریلانکا په ګالي نړیوال لوبغالي کې روانه ده چې پکې سریلانکا په لومړي اننګز کې ۱۳۵ منډې ترلاسه کړي او د دوی په ځواب کې بیا انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۴۲۱ منډې جوړي کړي چې پکي جي روټ د غبرګو سليزو په ترلاسه کولو سره لوبډله څه نا څه د بریا لور ته روانه کړي ده.


یاده دې وي چې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله باید د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۶۵ منډو قرض باید پوره کړي او بیا انګلستانۍ لوبډلې ته هدف ورکړي، د کرکټ د مبصرینو په اند د انګلستان د لومړي اننګز منډې به په خپل کوربتوب سریلانکا کرکټ لوبډله پوره نکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې