دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیش د ویسټ انډيز پروړاندې د پنځوس اوریزو لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

په پام کې ده چې بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب د ویسټ انډيز سره خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه په ډاکه لوبغالي کې ترسره کړي، دې سیالیو ته بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې خپله لوبډله نن اعلان کړه چې پکي لوبډلمشر تمیم اقبال، شکیب الحسن، نجمل الحسین، مشفیق الرحیم، محمد میتون، لیټن ډاس، محمد الله، افیف حسین، سومای سرکار، تسکین احمد، روبل حسین، تاجول اسلام، مستفیظی الرحمن، میهدي حسن میراز، محمد سیف الدین، میهدي حسن، حسن محمود، او شرف السلام شامل دي.


یاده دې وي چې بنګله دیش او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې به خپله لومړی پنځوس اوریزه لوبه د جنورۍ په ۲۰، دوهمه په ۲۲، او درېمه پنځوس اوریزه لوبه به ۲۵ نېټه ترسره کړي همدا شان ټیسټ لومړنۍ ټيسټ لوبه د فیبرورۍ په درېمه، او دوهمه ټيسټ لوبه به د فیبرورۍ په ۱۱ نېټه ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې