افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اوږد ځنډ وروسته پنځه ورځي بعد د ایرلینډ پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي، دا سیالۍ د افغانستان په کوم وخت ترسره کیږي دلته یې ولولئ

په پام کې ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانې میاشتې په ۲۱ نېټه د شیخ زاید پر نړیوال لوبغالي د ایرلینډ سره خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړي دې سیالیو ته افغانستان کرکټ بورډ ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړي چې پکي یو شمیر مشهوره لوبغاړو ته چانس نه دی ورکړل شوی.


د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د جنورۍ په ۲۱، دوهمه په ۲۴، او درېمه پنځوس اوریزه لوبه به ۲۶ نېټه د افغانستان په کوربتوب په اوبوظهبي کې ترسره شي، دا سیالۍ د افغانستان پر وخت د ورځي لس بجې پیلیږي چې ګڼ شمیر لیدونکې ورته په تمه دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې