نړیوال کریکټ

هایډین والش هم د کرونا مثبته ازموینه ورکړه

د ویسټ انډیز لوبډلې لیګ سپینر هایډین والش د کرونا ویروس مثبته ازموینه ورکړه، له دوه ځلي معایناتو کولو وروسته د نوموړي ازموینه مثبته راوتلې ده، نوموړي له همدې وجې د بنګلدیش د یو ورځنیو لوبو په خلاف له لوبډلې بهر شو، خو نوم یې لاتراوسه په سکواډ کې شامل دی، له دې وړاندې د والش معاینات منفي و خو چهارشنبه او پنجشنبه د نوموړي د معایناتو پایله مثبته راوتلې، هغه اوس تر قرنطین لاندې دی تر څو بیرته ښه شي.
د ډاکترانو په وینا چې وال باید قرنطین شي، همداراز د ویست انډیز ټول لوبغاړي په هوتل کې دي او همداراز د بنګلدیش ۲۴ کسیزه سکواډ هم په هوټل کې دی ترڅو یې د قرنطین ورځې پوره شي.
والش د ویسټ انډیز لپاره لس یو ورځنۍ او ۱۷ شل اوریزې لوبې ترسره کی دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې