نړیوال کریکټ

سوپر سمش سیالۍ: نارت ډیسټریکټ له کنټربوري سره لوبیږي

د سوپر سمش سیالیو په جریان کې نننۍ شپاړلسمه لوبه د نارت ډیسټریکټ او کنټربوري لوبډلو ترمنځ روانه ده، د نننۍ سیالۍ پچه نارت ډیسټریکټ ګټلې او د لومړۍ توپ وهنې پریکړه یې وکړه، نارت ډیستریکت تراوسه پنځه لوبې کړي یوازې یوه يې ګټلې ده او دوه نمرې لري.

کنتربوري بیا څلور لوبو کې ۳ ګټلي یوه یې بیللې دولس نمرو سره دریمه مخکښه لوبډله ده، پرون ددې سیالیو په جریانه کې پنځلسمه لوبه ویلینګ ټن او اوټاګو ترمنځ ترسره شوه چې ویلینګ لوبډلې خپله پنځمه بریا هم خپله کړه او اوټاګو ته یې ماتې ورکړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې