نړیوال کریکټ

سرچینې: پاکستان د جنوبې افریقا خلاف نن نوملړ اعلانوي

ځینو سرچینو له قوله نړیوالو وزشې خبرپاڼو لیکلې دي، چې ښایې نن پاکستان کریکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب د جنوبې افریقا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې خپل سکواډ یا نوملړ اعلان کړي. چې دا نوملړ به شل کسیزه وې.

له بلې خوا وسیم بیا په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې یاد شل کسېزه نوملړ به بیا له شلو څخه ۱۶ تنو ته را ټیټ شي. نوموړي وویل: ((ما د ملي لوبډلې کیپتان بابر اعظم، هیډ کوچ مصباح الحق او د ولایتي لوبډلو له مشر روزونکي سره مخکې له دې چې لوبډله اعلان کړم مشوره مې وکړه.))

د یادولو وړ ده چې جنوبې افریقا بیا د پاکستان خلاف د کویټن ډیکاک په مشرۍ یوه پیاوړې لوبډله اعلان کړې ده، چې پیاوړی فاسټ بالر کاګېسو رباډا هم لوبډله کې شامل دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې