دلوبغاړو په اړه

راشد خان ابوظبۍ ته ورسیده او له ملي لوبډلې سره یوځای شو

افغان لوبغاړی راشد خان چې په بیګ باش لیګ کې لوبیده، له ښو لوبو کولو وروسته یې دغه لیګ په نیمه کې پرېښود او د ملي لوبډلو د لوبو لپاره ابوظبۍ ته راغی، نوموړي تیره ورځ پر فسبوک پانه لیکلي و چې زه به د بیګ باش لیګ مینه والو او ملګرو پسې ډیر خفه شم خو زه د خپلې ملي لوبډلې لپاره ځم او ویاړم چې افغان یم.

د راشد خان په اړه اوس تازه د افغانستان کریکټ بورډ لیکلي چې راشد ابوظبۍ ته رسیدلی دی کریکت بورډ پر فسبوک پاڼه لیکلي چې “
راشد خان د اسټرالیا په بېګ باش ليګ‌ کې له ځلېدو وروسته نن د ايرلنډ پر وړاندې د ملي لوبډلې د دريو نړيوالو يو ورځنيو لوبو په موخه د متحده عربي اماراتو ابوظبي ته ورسېده، د يادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه ترسره شي.”

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې