نړیوال کریکټ

تازه خبر: د سریلانکا او انګلینډ ټیست لوبه وځنډیده…

د سریلانکا او انګلینډ ترمنځ د ټیست لوبې نن دوهمه ورځ ده، سریلانکا پرون د لومړۍ ورځې توپوهنه کړې ۱۳۵ منډې یې جوړې کړې وې او انګلینډ لوبډلې نن د لوبې ښه پیل کړی و په لوبول شویو ۴۱ اورنو کې یې ۱۲۷ منډې ترلاسه کړې دي او یوازې دوه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي، خو اوس لوبه د باران له امله ځنډیدلې ده.

د انګلینډ لپاره جاني بریسټو ۴۷ او جي روټ ۶۶ منډې جوړې کړي دی او د سریلانکا لپاره یوازینی توپ اچوونکی لسیت ایمبولډینیا دی چې په دوه ویکټو اخستو بریالی شوی دی، لوبه ولاړه ده او د باران له امله ځنډیدلې ده.
په یوه انترنیټي ټول پوښتنه کې چې له خلکو شوې ویل شوي سریلانکا ۸ فیصده ددې لوبې د ګټلو چانس لري او انګلینډ ۷۷ فیصده چانس لري همداراز ۱۵ فیصده خلکو بیا ویلي چې لوبه به مساوي شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې