لیګونه

بیګ باش لیګ کې څلوېښتمه لوبه نن ترسره کیږي

د استرالیا هېواد په بیګ باش تجارتي سیالیو کې ۴۰ مه لوبه نن ۱۲:۴۵ دقیقې د میلبورن سټارز او اډلایډ سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، دغو سیالیو کې له دې وړاند ۳۹ لوبې شوې دي چې چې اته لوبډلو کې شپږو لس لس لوبې ترسره کړي دي خو نننۍ لوبه د میلبورن سټارز لپاره لسمه او د اډلایډ سترایکرز لپاره یوولسمه لوبه ده.

میلبورن سټارز لوبډلې تراوسه ددې لیګ درې لوبې ګټلي او پنځه یې بیللي، مګر اډلایډ سترایکرز بیا تر اوسه مساوي روانه ده په ترسره کړو لسو لوبو کې یې پنځه ګټلي او پنځه یې بیللي که چیرته نننۍ لوبه وګټي دا به ددې لوبډلې لپاره شپږمه بریا وي.
د یادونې ده چې اډلایډ سټرایکرز لوبډله هغه لوبډله ده چې افغان لوبغاړی راشد خان ورسره لوبیده، خو د افغان ملي لوبډلې د لوبو لپاره نوموړي دغه لیګ پريښود او اماراتو ته راغی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې