نړیوال کریکټ

اسټرالیا په څلورمه ټیسټ لوبه کې په لومړۍ ورځ ۲۷۴ منډې جوړې کړې

د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ څلورمه ټيسټ لوبه په بریسین کریکټ سټډیوم کې روانه ده نننۍ څلورمه لوبه کې اسټرالیا لومړی توپ وهنه وکړه د ۸۷ اورونو په لوبولو سره پنځه ویکتې له لاسه ورکړې ۲۷۴ منډې یې جوړې کړې، نن لوبه کې د اسټرالیا لپاره مارنوس په ۲۰۴ توپونو ۱۰۸، سټیو سمیت ۳۶، متیو واډ ۴۵، کمرون ګرین ۲۸، ټایم پایني ۳۸ جوړې کړې.

د هندوستان لپاره محمد سراج، شردل ټکور او واشینګټن سنډر یوه یوه او نترجن دوه ویکټې واخستې، هندۍ لوبډله په نننۍ ټیست لوبه کې یو څه د لوبغاړو کمښت سره مخ وه فوجارا، سنډر،شردل هغه لوبغاړي و چې د ویرات کوهلي، بومرا، محمد شمي، هارډیک پانډیا په نشتون کې د هندۍ لوبډلې لپاره ولوبیدل.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې