نړیوال کریکټ

عمرګل په پي اس ایل کې د کویټه ګلیډیترز لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی دی

پخوانی پاکستانی تیز توپ اچوونکی عمرګل د پاکستان په پي اس ایل سیالیو کې د شپږم پړاو لپاره د کویټه ګلیډیترز لوبډلې د توپ اچوونې روزنکی ټاکل شوی دی، کویته ګلیډیټرز هغه لوبډله ده چې افغان لوبغاړی قیس احمد هم وروسره لوبیږي.

36 کلن عمرګل د پاکستان لپاره تیزه توپ اچونه کړې په ۴۷ ټیست سیالیو کې، ۱۳۰ یو ورځنیو سیالیو کې او ۶۰ شل اوریزو سیالیو کې د پاکستانۍ لوبډلې لپاره لوبیدلی دی، نوموړی به ددې لوبډلې لپاره د توپ اچونې روزنکی وي او خپلې تجربې به ددې لوبډلې له لوبغاړو سره شریکوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې