دلوبغاړو په اړه

راشدخان: زه به د بیګ باش لیګ مینه والو پسې ډیر خفه شم خو زه ویاړم چې افغان یم،

افغان لوبغاړي راشد خان نن پر خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکلي چې زه فخر کوم چې افغان یم، نوموړي تیره دوشنبه په بیګ باش لیګ کې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه او د ملي لوبډلې سره د یوځای کیدو لپاره امارتو ته راځي، هغه پر خپله فسبوک پاڼه خپل یو تصویر خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې ” مننه له تاسو د اسټرالیا او بیګ باش لیګ او زما ټولو مینه والو څخه ماته مو ډیره مینه راکړه زه به تاسو ټول په یاد ولرم، ان شاالله ژر به بیا له تاسو سره وګورم، زه اوس خپلې ملي دندې ته ځم او ویاړم کوم چې افغان یم”

افغان لوبډله له ایرلینډ سره د جنورۍ په ۲۱ مه د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍپیلوي چې د راشد ترڅنګ محمد نبي او مجیب الرحمن هم بیګ باش پریښود او لوبډلې سره یوځای شول.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې