نړیوال کریکټ

د سوپر سمش سیالیو په لړ کې اوټاګو له ویلینګ ټن سره لوبیږي

د دواړو ټیمونو ترمنځ لوبه نن د ډنیډین په ستډیوم کې ترسره کیږي، دې لوبو کې شپږ ټیمونه یو له بل سره لوبې لري او د بریا هڅې کوي، خو تر ټولو مخکښه لوبډله یې همدا ویلینګ ټن لوبډله ده چې تراوسه یې څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلي دي د شپاړلس نمرو په درلودلو سره د جدول لومړۍ مخکښه لوبډله ده.

همداراز اوټاګو بیا څلور لوبې کړي یوازې دوه یې ګټلې دي چې د اته ۸ نمرو په درلودلو سره څلورمه لوبډله ده چې دې سیالیو کې لوبې کوي، ویلینګ ټن لوبډله دې لوبو کې د میچل براسیویل تر مشرۍ لاندې لوبې کوي چې تراوسه ورته کامیاب لوبډل مشر ثابت شوی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې