دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سریلانکا پر ځمکه د ډم بیز راج، نوموړي د براډ په ملګرتیا سریلانکایي لوبډله په ۱۳۵ منډو وسوځوله

د انګلستان او سریلانکا ترمنځ په پیل شوی لومړنی لوبه کې لومړی توپ وهنه سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې وکړه، او د خپلو ټولو لوبغاړو پرمټ یې په لومړي اننګز کې ۱۳۵ منډې جوړي کړي چې پکي، دنیش چندیمال، ۲۸ منډې او انجیلیو میتیوز ۲۷ منډې جوړي کړي، مېلمه انګلستان لپاره په توپ اچونه کې ورو توپ اچونکې ډم بیز پنځه، او سټوارټ براډ بیا درې لوبغاړي وسوځول.


اوس مهال انګلستان خپلې دوه مهمې ویکټې ځاک کراولي، او ډم سیبلي له لاسه ورکړي، بل طرف ته لوبډلمشر جي روټ په ۴۲ او جوني بیرسټو بیا په ۳۲ منډو ناټ اوټ لوبه ترسره کوي انګلستان د ۱۳۵ منډو په ځواب کې ۸۸ منډې جوړي کړي او خپل دوه لوبغاړي یې د لاسه ورکړي دي، یاده دې وي چې دا سیالۍ د سریلانکا په کوربتوب په ګالي نړیوال لوبغالي کې روانه ده چې ډېر کله پري اوږده ملګرتیا نه لیدل کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې