نړیوال کریکټ

د سریلانکا او انګلینډ ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه نن ترسره کیږی

نن د جنورۍ په ۱۴ مه د سریلانکا او انګلینډ ترمنځ د ټیست لوبو لړۍ شروع کیږي، نننۍ لوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ په ګال کریکټ سټډیو کې ترسره کیږي، سریلانکا له دې مخکې افریقا ته بیللې نو اوس هڅه کوي چې له انګلینډ لوبډلې سره ښې لوبې وکړي.

سریلانکا او انګلینډ دواړو ټیمونو دې لوبو ته له وړاندې لوبډلې اعلان کړي، سریلانکا د ډیومټ کروناراټني تر لوبډل مشرۍ لاندې لوبډله اعلان کړې او انګلینډ لوبډلې بیا د مشهور لوبغاړي جي روټ تر مشرۍ لاندې لوبډله اعلان کړې چې دواړه لوبډلې به نن ۹:۰۰ بجې د یو بل پر وړاندې میدان ته ښکته شي بخت به و ازمایي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له وجې له اوږدې دمې وروسته نړۍ او نړيوالو ټیمونو لوبې پیل کړي او د کریکټ نږدې ټول ټیمونه په لوبو بوخت دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې