لیګونه

بیګ باش لیګ: بریسبن هیټ له میلبورن رینګارډز سره لوبیږي

نن د بیګ باش سیالیو په لړ کې د مجیب الرحمن او محمد نبي اړوند لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي خو دواړه افغان لوبغاړي په دې لوبو کې نشته ځکه هغوی اماراتو ته راغلي او له ملي لوبډلې سره یوځای شوي ترڅو له ایرلینډ لوبډلې سره د سیالیو لپاره چمتووالی ونیسي، بریسبن هیټ تراوسه ۹ لوبې کړي یوازې څلور یې ګټلي دي د شپاړلس نمرو په درلودلو سره یو څه وروستنۍ لوبډله ده چې شپږم ځای لري.

میلبورن رینیګارډز د سږ کال بیګ باش لیګ تر تولو بدبخته لوبډله حسابیږي ځکه تراوسه یې ۹ سیالیو کې یوازې دوه ګټلي او پوره ۷ لوبې یې بیللې دي.
د یادونې ده چې دې سیالیو کې راشد خان، محمد نبي عیسی خیل او مجیب الرحمن هم لوبیدل خو دا لوبې یې پریښودې او د ملي لوبډلې د لوبو لپاره اماراتو ته راغلل.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې