لیګونه

بریسبن هیت په پنځه ویکټو میلبورن رینګارډز ته ماتې ورکړه

د بیګ باش لیګ په ۳۹ سیالۍ کې بریسبن هیټ لوبډلې بریا خپله کړه دې سیالۍ کې میلبورن رنیګارډز لومړی توپ وهنه وکړه د بیو ویبسټر د ۵۰، جیک پریسر د ۴۰ او هاروي د ۲۰ منډو پرمټ یې هیټ لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف په مخ کې کېښود، د هیټ لوبډلې لپاره برټلیټ، جیک ویلډر مټ، مټیو او مورني مورکل یوه یوه ویکټه واخسته او مارک سټیکتي دوه ویکټې واخستې.

بریسبن هیت لوبډلې یاد هدف په نولسم اور کې د پنځه لوبغاړو په زیان سره پوره کړ دې اننګز کې د هیټ لپاره کریس لین ۵۰ جو بورنز او جیو ډانلي ۳۱: ۳۱ او مکس بریانټ ۲۳ منډې جوړې کړې هدف یې پوره کړ.
ددې سیالیو په لړ کې ۴۰ مه لوبه د میلبورن سټارز او اډلایډ سترایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې