دلوبغاړو په اړهلیګونه

رحمن الله ګربز: خوښ دې چې د ډهلی بولز لوبډلې له ځان سره واخیست

د افغانستان د کرکټ ملې  لوبډلې ځوان تیز توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز وایې ډیره د خوښۍ خبره ده، چې په ټی ټين لیګ کې د ډهلی لوبډلې سره لوبېږم.

تازه د ډهلی بولز لوبډلې پر خپل رسمي فیسبوک پاڼې د رحمن الله ګربز یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې په پښتو خبري کوي او وایې ډير خوښ دې، چې د ډهلی بولز لوبډلې په ګټه لوبیږي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

،، ابو دبی ټی ټين لیګ کې د ډهلی بولز لوبډلې لپاره اخیستل شوی یم، واقیعن هم  ډیره د خوشهالۍ خبره ده او د خوشهالۍ احساس کوم، لکه څنګه چې تاسو ته معلوم ده زموږ په ټيم کې ګریډ کوچ انډی فلاور، محمدنبی او ډی جی براوو زموږ سره په ټیم کې دي، کوښښ به کوو چې موږ د دې لیګ څخه ډیر څه زده کړو او دا ټورنمټ په ښه توګه ترسره کړو ګربز له ټولو مینوالو څخه د دعاوو  غوښتنه وکړه.،،

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي.

په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز شاملې دي.

یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم «بولي» کې ۱۵ افغان لوبغاړي واخیستل شول.

لس اوریزه لیګ کې اخیستل شوي لوبغاړي

محمدنبي، شهزاد محمدي، قیس‌احمد، رحمن‌الله ګربز، مجیب ځدران، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق، فضل احق، عظمت‌الله عمرزی، حضرت‌الله ځاځی، درویش رسولي، نجیب‌الله ځدران، وقار سلام خېل، کریم جنت او ظاهرخان.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې