افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د کرکټ ارمانجن لوبغاړي عبدالله مزاري له هرډول کرکټ سره مخاښه وکړه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي عبدالله مزاري له نړیوال او کورني کرکټ څخه استعفا وکړه، عبدالله مزاری په کال ۱۹۸۷ م کال کې د افغانستان په بلخ ولایت کې وزیږید، نوموړي په ۳۳ کلنۍ کې د هرډول کرکټ سره مخاښه وکړه، د کرکټ په برخه کې کين لاسی ورو توپ اچونکی و، نوموړي خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه په ۲۰۱۰ م کال کې د کینياپروړاندې ترسره کړه، او خپله دوهمه وروستۍ نړیواله پنځوس اوریزه لوبه یې هم په ۲۰۱۰ م کال کې د کینیا پروړاندې وکړه.


نوموړي په کورني کرکټ کې ښي لاسته راوړنې درلودلي او وخت ناوخت یې ملي لوبډلې ته د راتګ کوښښونه کول اما د دوه پنځوس اوریزې لوبو وروسته او له ۲۰۱۰ م کال راپدیخوا بیا په نړیوال کرکټ کې د ملي لوبډلې سره ونه لیدل شو، د کرکټ بدترینه بالینګ یې په اې پي ایل کې وکړهغه ته د حضرت الله ځاځي لخو په یو اور کې شپږ شپږیزې ورکول شوې، چې له هغه وروسته بیا د نوموړي کیریر دومره ښه ونه لیدل شو او نه یې توپ اچونې ته دومره درناوی کیده، دا لومړی افغان لوبغاړی دی چې په ډېر کم کرکټ سره یې د دې لوبې څخه استعفا وکړه، او د کرکټ په هرډول ارمان یې خاورې واړولي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې