افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونه

د پاکستاني لیګ ترټولو قیمت ترینه لوبغاړی افغان دی، دا چې څوګ دی لیکنه کې یې ولولئ

د پاکستان د کورني پي ایس ایل لیګ لپاره تیره ورځ نیلامي وشوه چې پکې د ګن شمیر بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ پنځه نامتو افغان لوبغاړي هم واخیستل شو، د ترلاسه شوو معلوماتو پراساس دې لیګ کې په لوړ نرخ پیرل شوی لوبغاړی بل څوګ نه بلکی د افغانستان ستر ویاړ راشد خان ارمان دی، او ترڅنګ یې بل الراونډر افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خيل بیا درېم قیمت ترینه لوبغاړی دی چې په دې لیګ کې پیرل شوی، راشد خان د پاکستان په سوپر لیګ کې
(۱۷۰۰۰۰)


امریکایي ډالره اخیستل شوی، همداشان محمد نبي عیسی خيل بیا 162000
امریکایې ډالره پيرل شوی، د راشد نه وروسته په دوهمه لوړه بیه چې پيرل شوی هغه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک بالر حسن علی دی.
یاده دې وي چې په دي لیګ کې د راشد ارمان په ګډون محمد نبي عیسی خيل، قیس احمد، نور احمد لکڼوال، او مجیب الرحمن پیرل شوي دي، دا سیالۍ به د ګڼ شمیر بهرنیو لوبغاړو په شتون کې د پاکستان په دوو لوبغالو ترسره شي چې د کرکټ مینوال یې بیا پیل ته سترګې په لاره دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې